کورپاڼه / خبرونه / افغان لوبډله نن پېښور او اسلام آباد او بیا سریلانکا ته ځي

افغان لوبډله نن پېښور او اسلام آباد او بیا سریلانکا ته ځي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې یوه ورځنیو لوبو ترمخ ټولې ستونزې حل شوې، نن ورځ به افغان لوبډله د طورخم له لارې پېښور ته ورسېږي.

راپورونه وایي چې چې د افغانستان په کوربتوب دغه لوبې په سریلانکا کې ترسره کېږي، خو په هېواد کې روان وضعیت الوتنې ځنډولي، چې په همدې سبب به ملي لوبډله د طورخم له لارې پېښور او اسلام آباد او له هغې ځایه به سریلانکا ته لاړه شي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به درې واړه لوبې د راتلونکې سپتمبر په میاشت کې په دریم، پنځم او اتم نېټه د سریلانکا په همبن ټوټامي کې ترسره شي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر په یو ټویټ کې ویلي چې پاکستان، افغان لوبډلې ته وېزې ورکوي او ویلي ول چې دعا کوم چې افغان لوبډله به د عوامو په څېرو مسکا خوره کړي.

د یادولو وړ ده چې د یادو لوبو لپاره افغان کرکټ بورډ په دویم پلان کار کړی، چې له مخې یې د پاکستان له لارې سریلانکا ته ځي او هلته به له لوبلړۍ وړاندې درې ورځې کرنتین شي.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …