کورپاڼه / تجارتي ليګونه / سريلانکا کرکټ بورډ: د هسرنګا او چمېرا له لاسليکونو خبر نه يو

سريلانکا کرکټ بورډ: د هسرنګا او چمېرا له لاسليکونو خبر نه يو

هند غوره ليګ پاتې لوبو ته بېنګلور لوبډلې دوه سريلانکايي لوبغاړو سره د لوبېدو قراردادونه وکړه، چې سريلانکا کرکټ بورډ يې په غبرګون کې بې خبري وښوده.

وروسته له هغې چې اسټرالوي لوبغاړو اډم ذمپا او ډينيل سامز د ای پي ایل پاتې لوبو کې له لوبېدو په شا شوه، بېنګلور لوبډلې د بديل لوبغاړو په توګه سريلانکايي لوبغاړي وانيندو هسرنګا او دوشمانتا چمېرا لوبډلې ته واخيسته.

د سريلانکا کرکټ بورډ سکرټر موهان ډيسيلوا رسنيو ته په دې اړه ويلي چې د هند غوره ليګ پاتې لوبو کې د لوبېدو په هدف ورڅخه هسرنګا او چمېرا رسماً اجازه نه ده اخيستې.

ډيسيلوا ويلي موږ به د دوی په اړه هغه وخت پرېکړه وکړو چې د اجازې لپاره غوښتنليک وړاندې کړي، موږ تر دې دمه په دې تړاو هيڅ پرېکړه نه ده کړې.

دواړه سريلانکايي لوبغاړي بنګلور لوبډلې د ځای ناستو په توګه د ليګ پاتې لوبو ته اخيستي، چې د سپټمبر په نولسمه نېټه په عربي اماراتو کې پيليږي.

دا هم ولولئ

محمد نبي ۱

محمد نبي یو بل ویاړ هم ترلاسه کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر لوبغاړي او د ملي لوبډلې کپتان محمد …