کورپاڼه / روغتيا / د ځینو مېوو پوستکي مه غورځوئ بلکې ګټه ترې پورته کړئ

د ځینو مېوو پوستکي مه غورځوئ بلکې ګټه ترې پورته کړئ

مېوې د یو شمېر ګټورو غذایي توکو په درلودلو سره د روغتیا لپاره حیرانوونکې ګټې لري، خو باید ووایم چې د مېوو پوستکي هم بې ګټې نه دي او زیات شمېر ګټې لري.

دمالټې پوستکي: د مالټې پوستکي د وزن په کمولو، د پوستکي ښکلا، قبض او د تنفسي ناروغیو او ترڅنګ یې د زړه او سرطان لپاره هم ګټور وي.

د کېلې پوستکي: کېله که یوې خوا ګټوره ده، نو له بلې خوا که چېرته د کېلې له پوستکي د غاښونو په سپینولو کې کار واخیستل شي، نو غاښونه سپینوي او درد یې آراموي.

د هندواڼې او انارو پوستکي: د هندواڼې پوستکی د وزن په کمولو کې او ترڅنګ یې د بدن د ښکلا لپاره ګټور وي. دغه راز د انارو پوستکی د ځوانکو لپاره هم ګټور وي او ترڅنګ یې د هډوکو او کولمو لپاره هم اغېزمن تمامېږي.

د بادرنګ پوستکي: د بادرنګو پوستکی د وزن په کمولو، د قبض په لېرې کولو کې مهم رول لوبوي او ترڅنګ یې وینه له کلکېدو څخه هم ژغوري او هډوکي هم پیاوړي کوي.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …