کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د سل بالیز لیګ په غوره لوبډله کې راشد خان هم شامل دی

د سل بالیز لیګ په غوره لوبډله کې راشد خان هم شامل دی

د سل بالیز یا سل توپونو لیګ، چې په لومړي ځل سره په انګلستان کې ترسره شو او په دې لیګ کې څلورو افغان لوبغاړو راشد خان، محمد نبي، مجیب ځدران او قیس احمد هم ګډون کړی و.

د محمد نبي او قیس احمد لوبډله تر نیمه پایلوبې پورې ونه رسېده، خو د راشد لوبډله په نیمه پایلوبه کې بهر شوه. ددې لیګ په پایلوبه کې ساوترن برایف لوبډلې پایلوبه وګټله او د لومړي پړاو اتلولي یې خپله کړه.

ددې لوبو ترټولو زیاتې منډې انګلستاني لوبغاړي لیام لیوینګسټن جوړې کړې او په ویکټو کې راشد خان، عادل رشید، مارچنټ ډي لینګ او ادم میلن یو شان راغلل او ۱۲- ۱۲ ویکټې یې ترلاسه کړې، خو ادم میلن بیا په اوسط ډول د ښې توپ اچونې پرمټ لومړی مقام خپل کړ.

په غوره لوبډله کې چې لوبډلمشر یې معین علی دی، کوانټن ډیکاک، بین ډکیټ، لیام لیوینګسټن، هیري بروک، سامي پټیل، راشد خان، ادم میلن، بیني هوویل، ټایمل میلز او جیکي لیټویټ شامل دي.

باید یاده کړم چې له ټینټ روکیټس لوبډلې سره لوبېده چې پخپله وروستۍ لوبه کې یې د هېواد ملي بیرغ هم پرمخ وهلی و.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …