کورپاڼه / خبرونه / سلمان بټ ویلي چې د افغانستان او پاکستان لوبې دې کویټه کې ترسره شي

سلمان بټ ویلي چې د افغانستان او پاکستان لوبې دې کویټه کې ترسره شي

پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کیڼ لاسي توپ وهونکي سلمان بټ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې یو ورځنيو لوبو په اړه ویلي، چې په کویټه ښار کې دې ترسره شي.

سلمان بټ څه موده وړاندې له کرکټ څخه د پرلپسې لېرې والي له امله د لوبې څارنې پرېکړه کړې او په دې برخه کې یې د پاکستان کرکټ بورډ له لورې په ازموینه کې ګډون هم کړی.

خو اوس چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبې ترسره کېږي او افغان لوبډله د سفر له ستونزو سره مخ ده. سلمان بټ د یویټ پرمهال د حیرانتیا څرګندونه کړې.

هغه لیکلي دي چې ولې دواړو لوبډلې د کویټې په ښار کې لوبې نه کوي، په داسې حال کې چې هلته ښکلی لوبغالی، ویشتنځایونه او هوا هم ښه ده او د سفر ستونزې هم نشته.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې هم له افغان کرکټ بورډ څخه غوښتنې شوې وې چې دغه لوبې دې په لاهور کې ترسره شي، خو کرکټ بورډ رد کړه او اوس هڅه کوي چې د پاکستان له لارې سریلانکا ته لوبډله واستوي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …