کورپاڼه / هنر او کلتور / انجلینا جولي: له افغانستان څخه د امریکا له وتو وروسته د یوې امریکایۍ په توګه شرمنده یم

انجلینا جولي: له افغانستان څخه د امریکا له وتو وروسته د یوې امریکایۍ په توګه شرمنده یم

د نړۍ په کچه مشهوره د هالیووډ سینما اداکاره او د ملګرو ملتونو ځانګړې سفیره انجلینا جولي په افغانستان کې د جمهوریت له چپه کېدو د امریکا په ناکامۍ سختې نېوکې کړي.

هغې یوې امریکایي مجلې ته په مقاله کې لیکلي دي چې امریکا له افغانستان څخه د ادارې چارو د نه شتون ترڅنګ د غیر مسولانه وتلو وروسته د افغانستان خلکو په اړه خواشیني ده.

انجلینا جولي له افغانستان څخه د امریکا د وتو په اړه لیکلي دي چې:((له افغانستان څخه د امریکا له وتو وروسته د یوې امریکایۍ په توګه شرمنده یم.))

هغې لیکلي چې د افغان حکومت او ط.البانو ترمنځ د سولې تړون ته نه پاملرنه، خپل ملګري او ملاتړي په ګډوډۍ کې پرېښودل، له دومره کلونو قربانیو او هڅو وروسته یوه دوکه او له ناکامۍ څخه پورته ده.

هغه زیاتوي چې دومره وینه توییدنې، هڅو، قربانیو او وخت وروسته داسې ښکاري چې امریکا له وتو بله غوره لار نه لرله، وتل دومره آسانه نه دي خو په سم ډول هم ممکن وه.

دا هم ولولئ

صحرا کریمي

صحرا کریمي: د جمعې په ورځ به قرغې ته تللم او په لوړ غږ به مې موسیقي اورېدله

د افغان فلم ډایریکټرې صحرا کریمي په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړې ده، …