کورپاڼه / روغتيا / په بدن کې د وینې کمښت څلور نښې نښانې او درملنه یې

په بدن کې د وینې کمښت څلور نښې نښانې او درملنه یې

په بدن کې د وینې کمښت په حقیقت کې د وینې د سرو کرویات کمښت دی، چې دنده یې د بدن نورو برخو ته د اکسیجن رسونه ده. که چېرته کوم شخص د وینې له کمښت سره مخ شو باید ډاکتر مراجعه وکړي ترڅو خپله ستونزه حل کړی.

که چېرته د سینې له تکلیف سره مخ شو، که څه هم ډېر وخت د چاپیریال یا هوا په سبب وي، خو که دا لامل یې نه وي نو مطلب یې دادی چې په بشپړه اندازه اکسیجن نه ترلاسه کوو، نو د وینې له کمښت سره مخ یو.

دغه راز کله چې د سختط ستړیا احساس کوو، نو په بدن کې مو د ویتامین بي ۱۲ یا اوسپنې کمښت په ګوته کوي او د پوستکي ژېړوالی هم ددې خبرې شاهدي ورکوي چې د وینې له کمښت سره مخ یو.

بل لوري ته د وینې کمښت د زړه ضربان تېزوي او دې ته اشاره کوي چې موږ د سینې له سوخت سره مخ یو او که دوام وکړي نو ممکن د زړه په ناروغیو مو هم اخته کړي.

نو دغه ستونزه به څنګه حلوو؟ رومیان او کشمش یا مویز د اوسپنې لرونکې وي او استعمال یې تر یوه حده ستونزه حلوي. دغه راز شهتوت هم د پروټین او اوسپنې په لرلو سره د هیموګلوبینو کچه لوړوي.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …