کورپاڼه / اسلام / په نبوي طریقه د زړه ناروغیو درملنه څه ډول کېږي؟

په نبوي طریقه د زړه ناروغیو درملنه څه ډول کېږي؟

په ابو داود کې یو روایت راغلی، چې مجاهد له سعد رضي الله عنه څخه روایت کوي: هغه وایي چې زه په یوه ناروغۍ اخته شوم، زما څنګ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی، لاس مبارک یې زما پر سینه کېښود او ما یې د لاسونه یخوالی حس کړ.

رسول الله صلی الله صلی الله علیه وسلم راته وویل چې ته د زړه ناروغي لرې، نو حارث بن کلده ثقفي ته ورشه، چې هغه یو طبیب دی او د مدینې اوه عجوه خرما واخله او له زړو سره یې استعمال کړه.

د زړه ناروغانو ته په خرما کې عجیب اغېز نغښتی دی، په ځانګړي توګه د مدینې عجوه خرما داسې اغېز لري چې د وحي په ذریعه پرې پوهېدلی شو.

عامر بن سعد رضي الله عنه روایت کوي، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي چې په نهاره سره د مدینې اوه عجوه خرما استعمال کړئ، نو په هغه ورځ به نه زهر اغېز ولري او نه جادو.

خرما په دویمه ګرمه درجه کې وچه مېوه ده، چې ځینې تازه او ځینې معتدلې هم ګڼي او په لوړ غذایي توکي هم لري، چې د روغتیا لپاره ګټور تمامېږي.

دا هم ولولئ

علي رضي الله عنه د بې وفا ښځې کومې نښې، نښانې ښودلي دي؟

د حضرت علي (رض) څنګ ته یو شخص راغی او ورته یې وویل چې زه …