کورپاڼه / جالب / د نړۍ ترټولو کوچنۍ غوا، چې په ټولنیزو رسنیو په اړه راپور خپور شوی و، مړه شوه

د نړۍ ترټولو کوچنۍ غوا، چې په ټولنیزو رسنیو په اړه راپور خپور شوی و، مړه شوه

د نړۍ هغه کوچنۍ غوا، چې روان کال د لوی اختر په ورځو کې په ټولنیزو رسنیو یې په اړه راپور خپور شوی و، په بنګله دیش کې مړه شوه.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې ددې کوچنۍ غوا (راني) خېټه تر ډېره پورې له حرکته لوېدلې وه، چې بیا د درملنې لپاره روغتون ته یوړل شوه، خو ډاکترانو ونه ژغورله او په څو ساعتونو کې مړه شوه.

په ټولنیزو رسنیو ویل کېږي چې ترټولو کوچنۍ غوا (راني) د ډېر خوراک او ګیس په سبب له فعالیته لوېدلې وه.

د یادولو وړ ده، چې راني له ډاکې په دیرش کیلو میترۍ کې په یو فارم کې پیدا شوې وه، چې د خپل ځانګړي قد په سبب په لنډ وخت کې ډېره مشهوره شوه.

د راني مالک ادعا کوي چې دا د نړۍ ترټولو کوچنۍ غوا ده، چې قد یې شل اینچه (۵۱ سانتي میتره) او عمر یې درویشت میاشتې ده او اوږدوالی یې شپږویشت او وزن یې هم شپږویشت کیلوګرامه دی.

دا هم ولولئ

یو انجلۍ په دې سبب له واده انکار کړی، چې د کلي سړک یې خراب و

په هند کې هره ورځ د واده اړوند ډېر داسې واقعات د رسنیو د سرټکي …