کورپاڼه / خبرونه / شنونکی راميز راجا د پاکستان د کرکټ بورډ مشر وټاکل شو

شنونکی راميز راجا د پاکستان د کرکټ بورډ مشر وټاکل شو

د پاکستان صدراعظم عمران خان لخوا د دې هيواد د کرکټ بورډ د رهبرۍ لپاره راميز راجا د مشر په توګه وټاکل شو.

راميز راجا د عمران خان سره تر ليدونو کتنو وروسته د دغه مقام لپاره د رهبر په توګه د احسان ماني پرځای وټاکل شو او نوموړی به نور د پاکستان د کرکټ بورډ مشري په غاړه ولري.

د پاکستان د کرکټ بورډ د مشر احسان ماني دنده د اوسنۍ روانې مياشتې اګسټ په پنځويشتمه نېټه پای ته رسېږي او دغه چوکۍ به رسماً راميز راجا ته وسپاري.

نهه پنځوس کلن راميز راجا، چې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه هم پاتې شوی دی، د ياد هيواد لپاره يې څوارلس کاله کرکټ کې يې ۲۵۵ نړيوالې لوبې ترسره کړي دي.

نوموړی په اوس وخت کې د مشهورو مبصرينو یا شنونکو له ډلې څخه دی، چې د کرکټ ډېر شمېر کتونکي د نوموړي د تبصرې مينه وال دي.

د نوموړي په راتګ سره به معلومه شي چې د هند سره اوسنۍ د کرکټ خرابې اړيکې څه ډول رغوي او افغانستان سره په څه ډول پاليسۍ سره اړيکې مخ ته وړي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …