کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوه ورځنیو لوبو لړۍ د سریلانکا پرځای پاکستان کې ترسره کېږي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوه ورځنیو لوبو لړۍ د سریلانکا پرځای پاکستان کې ترسره کېږي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دریو یوه ورځنیو لوبلړۍ، چې د سوپر لیګ لوبو برخه ده، د افغانستان په کوربتوب د سریلانکا پرځای پاکستان کې ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس حامد شینواری (ESPNcricinfo) ته منلې ده، چې د پاکستان پر وړاندې د یوه ورځنیو لوبو لړۍ همبنټوټا څخه پاکستان ته لېږدول شوې ده.

شینواري ویلي دي چې د افغان لوبډلې سفر د لوژیستکي ننګونو سره وه او د جمهوریت له پرېوتو وروسته له کابل څخه هیڅ سوداګریزه الوتنه نه ده ترسره شوې.

بل لوري ته سریلانکا د تېرې جمعې په ورځ د کورونا وایروس په سبب لس ورځنی ګرځبندیز ولګاوه. په تېرو دوو ورځو کې په یاد هېواد کې د کورونا ۳۷۹۳ پېښې ثبت شوې او په یوه ورځ یې د مړینې شمېر ۱۸۷ تنه و.

ټاکل شوې وه چې افغان لوبډله به د طورخم له لارې پاکستان او له هغه ځایه دوبۍ او سریلانکا ته سفر وکړي، خو د کورونا په سبب دغه سفر له ننګونو سره مخ شو. اوس به افغان لوبډله ددې اوونۍ په وروستیو کې پاکستان ته لاړه شي، خو د لوبو ځایونه لا تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …