کورپاڼه / روغتيا / د مڼې سرکې د استعمال سمې طریقې

د مڼې سرکې د استعمال سمې طریقې

که چېرته تاسې د مڼې سرکه استعمالوئ، نو باید پوه شئ چې غلط استعمال یې څومره زیانمن تمامېږي. د سرکې د استعمال غوره طریقه داده چې اوبه ور پکې واچول شي.

ځکه چې د خالصې سرکې استعمال د معدې تېزابیت ډېروي او ستوني ته هم سخت زیان رسوي. که چېرته له خوراک وروسته د مڼې سرکه استعمالوئ نو دغه عادت مو پرېږدئ.

که چېرته د مڼې سرکه له خوراک شل دقیقې وړاندې استعمال شي، نو ډېر ګټور تمامېږي چې د هضم سیستم ته اغېزمن تمامېږي او زیانمن هم نه وي. د سرکې بله ګټه پوستکي ته اغېزمن تمامېدل او تازه ساتل دي.

خو که چېرته نېغ په نېغ پرمخ ووهل شي نو تېزابي ځانګړتیا یې د پوستکي د خرابېدو لامل کېږي او پوستکی سوځوی، تر دې چې پرمخ داغونه هم پیدا کېږي.

نو اړینه ده چې لومړی د مڼې سرکه په اوبو کې حل شي او له هغې وروسته پر پوستکي ووهل شي او دغه ډول کړنه ستاسې پوستکی هم له زیان څخه ژغورلی شي.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …