کورپاڼه / هنر او کلتور / ګوهر خان: افغانستان هیڅکله امن هېواد نه و

ګوهر خان: افغانستان هیڅکله امن هېواد نه و

د هند مشهور ریالیټي شو بیګ باوس د اووم فصل ګټونکې او د بالیووډ اداکاره ګوهر خان وایي، چې افغانستان هیڅکله امن هېواد نه و. سوریه او فلسطین هم امن نه دي، خو چا یې په اړه څه نه دي ویلي.

ګوهر خان خپله کلیزه په ټوله نړۍ کې د امن په هیله تېره کړه او د مذهب په نوم د خلکو د استحصال د ختمېدو هیله مندي یې وښوده او په دې اړه یې له هندي رسنیو سره ځانګړې مرکه هم وکړه.

هغې ویلي چې زه هره کلیزه په دې هیله تېروم چې مصیبتونه ختم شي او خلک د ځواک او مذهب په نوم هر څه کول پرېږدي او په دې ډول دې خلک نه استحصالوي او له اصلي ستونزې دې لېرې نه وړي.

ګوهر خان زیاتوي چې زه په رښتیا هم غواړم چې خلک امن او خوشحاله وي او دا وخت خلک د افغانستان په اړه خبرې کوي، چې بالکل لېونتوب دی. هغه مخکې وایي، زه پوهېږم چې څومره خلکو په دې اړه خبرې کړي چې تېر شل کاله په افغانستان کې وشول، چې هلته امریکا هم وه.

ګوهر خان وایي، دا یوه جنګي سیمه و، خلک مخکې هم مړه کېدل، هغه وخت هم ط..الب..انو په خلکو حملې کولې، دا امن سیمه نه ده. سوریه هم امن نه ده او فلسطین هم خو خلک په هغې اړه خبرې نه کوي.

دا هم ولولئ

حریم شاه، مشهور مولانا طارق جمیل ته د واده پېغام لېږلی

د پاکستان مشهورې ټک ټاکرې حریم شاه د پاکستان مشهور عالم مولانا طارق جمیل ته …