کورپاڼه / اسلام / هغه لس حیوانات چې جنت ته به ځي

هغه لس حیوانات چې جنت ته به ځي

په دې خو موږ ټول مسلمانان عقیده لرو، چې له مرګه وروسته بیا ژوند شته او د قیامت په ورځ به حساب کېږي، هغه څوک چې نېک او ښه کارونه یې کړي وي، هغوی به جنت ته ځي او د ناوړه کارونو کوونکي به سزا ویني.

خو پوښتنه داده چې آیا یوازې انسان به جنت ته ځي او که نور حیوانات به هم په جنت کې وي؟

په دې اړه علامه سید احمد حموي رحمه الله علیه په (شرح الاشباه او النظایر) په ۳۹۵مه صفحه کې د حضرت مقاتل رحمه الله د (شرح شرعة الاسلام) په حواله نقل کوي، چې لس حیوانات به جنت ته ځي.

هغه لس حیوانات دادي: د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم اوښه، د صالح علیه السلام اوښه، د ابراهیم علیه السلام هغه هوسکی چې د میلمه فرښتو ترمخ یې ایښی و، د اسماعیل علیه السلام پسه، د موسی علیه السلام غوا، د نوح علیه السلام ماهي، د عزیر علیه السلام خر، د سلیمان علیه السلام مېږی او ملا چرګک او د اسحاب کهف سپی.

دغه راز په مشکوة الانوار کې لیکل شوي دي، چې ددې حیواناتو هم د قیامت په ورځ حشر کېږي.(فتاویٰ محمودیه جلد ۵ صفحه ۳۷۲)

دا هم ولولئ

د سورت المایده دغه آیت شریف وظیفه وګرځوئ او ستونزې مو حل کړئ

قرانکریم د الله تعالی یو سپېڅلی کتاب دی، چې پر وروستي پیغمبر حضرت محمد صلي …