کورپاڼه / اسلام / رسول الله (ص) فرمایي کله چې ستاسې ناروغ کوم شی غوښت ور یې کړئ

رسول الله (ص) فرمایي کله چې ستاسې ناروغ کوم شی غوښت ور یې کړئ

په دې خبره پوهېدل اړین وي چې ډېر شیان او موقع داسې وي، چې ناروغ خو ناروغ وي، کمزوری، ناتوانه او صحت مند هم باید له هغې ځان وساتي، خو که چېرته د ناروغ زړه کوم شي ته وشي نو لږ استعمال یې زیانمن نه وي.

خو ځینې وختونه باید له دا ډول شیانو ځان وساتو چې پر معده بوج راولي، ځکه چې طبیعت او معده دواړه یې خوښوي او غذا په ډېره لېوالتیا سره مني.

په ابن ماجه کې عبدالله ابن عباس رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو شخص پوښتنې ته ورغلی او له هغه یې پوښتنه وکړه، چې زړه دې غواړي چې څه وخورې؟

هغه ورته وویل چې د غنمو ډوډۍ، رسول الله صحابه کرام مخاطب کړل او ویې فرمایل چې که چېرته له چاسره دغنمو ډوډۍ وي ور دې کړي او بیا یې وفرمایل کله چې ستاسې ناروغ کوم شی غوښت ور یې کړئ.

په دې حدیث شریف کې یو حکمت پروت دی، هغه دا چې که ناروغ کوم شی د خوښ لپاره خوښ کړي او رښتیا هم وږی وي، خو خوراک ورته زیانمن نه تمامېږي، بلکې ګټه ورته رسوي او زیان د ګټې په پرتله لږ وي.

دا هم ولولئ

علي رضي الله عنه د بې وفا ښځې کومې نښې، نښانې ښودلي دي؟

د حضرت علي (رض) څنګ ته یو شخص راغی او ورته یې وویل چې زه …