کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان او پاکستان بې سرنوشته لوبلړۍ په ناڅاپي ډول وځنډول شوه

د افغانستان او پاکستان بې سرنوشته لوبلړۍ په ناڅاپي ډول وځنډول شوه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوه ورځنیو لوبو بې سرنوشت لړۍ بالاخره په ناڅاپي ډول وځنډېدله او د پاکستان کرکټ بورډ هم تایید کړه.

د پاکستان کرکټ بورډ له لورې پر ټویټر ویل شوي، چې پاکستان کرکټ بورډ، د افغانستان کرکټ بورډ هغه غوښتنه ومنله، چې پر اساس یې لوبلړۍ وځنډېدله.

راپورونه وایي چې دغه پرېکړه له کابل څخه د الوتنو د ځنډ او د لوبغاړو د دماغي روغتیا په نظر کې د نېولو سره شوې ده. بل لوري ته په سریلانکا کې له تېرو ورځو راهیسې کورونا زور اخیستی چې په سبب یې دغه لوبې وځنډېدلې او په ۲۰۲۲ کال به ترسره شي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس تېره یسپین کرکنفو ته ویلي ول، چې دغه لوبې به د سریلانکا پرځای پاکستان کې ترسره شي.

خو اوس هغه له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دغه لوبې وځنډول شوې. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ لوبغاړو د وېزو د ورکړې راپورونه هم ورکړل شوي ول.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …