کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / شننه: د افغان کرکټ بورډ په زرګونو ډالر په اوبو وړلو او د لوبو نه ترسره کولو لاملونه

شننه: د افغان کرکټ بورډ په زرګونو ډالر په اوبو وړلو او د لوبو نه ترسره کولو لاملونه

د افغان کرکټ بورډ له خوا د پاکستان په وړاندې لوبو ته په زرګونو ډالرو مصارف په تمريناتي کیمپونو وشوه، خو لوبې یې بل کال ته وځنډېدې.

له کله راهیسې چې ډاکټر صاحب حامد شينواری د افغان کرکټ بورډ اجرايه رئيس په توګه دنده پيل کړه، نوموړی په همدې هڅه کې و، چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې لپاره په اګسټ، سپټمبر او اکټوبر مياشت کې پرلپسې لوبې برابري کړي.

په دې سياليو کې له اسټرالیا او پاکستان سره د دريو يوه ورځنیو لوبو سيريزونه، ويسټ انډيز او اسټراليا سره درې اړخيزه شل اوریزه سيريز او شپږیزه ليګ پلان شوی و او تر ډېره حده ورته چمتوالی نیول شوی وو.

راځئ دا هم ولولئ چي ولې او څنګه د اسټراليا سره دواړو سيریزونو هڅې بې نتيجې او ياد سيريزونه پاتې شوه؟

هندوستان، چې د کرکټ د نړۍ راج مخې ته وړي، له افغان کرکټ بورډ څخه يې غير رسمي دا غوښتنه کړې وه، چې د اسټراليا سره دواړه سيريزونه لغوه کړي، ځکه چې په همدې وخت کې ای پي ایل ليګ پاتې لوبې کيږي.

هند همېش په دې هڅه کې وي، چې د ای پي ایل ليګ سره په ورته وخت کې نړيوال سيریزونه د نورو هيوادونو ليګونو ترسره نه شي؛ ښه مثال يې تير کال شل اوریز نړيوال جام او د روان کال سي پي ایل ليګ دی، چې ای پي ایل په خاطر يې څو ورځې شاته کړ.

افغان کرکټ ددې لپاره چې يو لوبغالی پیدا کړي او ورپکښې لوبې ترسره کړي، ډاکټر حامد شينواري شارجه ته سفر وکړ او شارجه لوبغالی يې د افغانستان لپاره واخيست خو شرط دا وو، چې له ای پي ايل سره په تفاهم به دلته لوبې ترسره کيږي.

افغان کرکټ بورډ اړ شو چې بديل لوبغالی ولټوي د سريلانکا دروازه يې وټکوله، آخر هم په دې موافقه وشوه، چې رجپکسا لوبغالی افغانستان ته د هر ډول لوبو لپاره ورسپارل شي، هند ته خبر ورسېد چې افغانستان دلته لوبې کوي.

د هند مداخلې د سريلانکا دريځ واړوه او يواځې يې د پاکستان سره سيريز ته د کولو اجازه ورکړه او نور يې د خپلو ښوونځيو لوبو د پيلېدو بهانه وکړه، خو هرڅه دلته هند وران کړه.

وخت را ورسېد چې کرکټ ملي لوبډله د اګسټ مياشت په دوهمه لسيزه کې سريلانکا ته ولاړه شي، پر وخت د وېزو د نه اخيستلو لامل دا شو چې ټيم وځنډيږي او افغانستان له يو انقلاب سره مخ شي.

پاکستان هم د لوبو ځنډېدو ته د لوبغاړو ستړيا بهانه وګرځول وه، غوښتل یې چې لوبې وځنډيږي، پرېکړه دا وشوه چې افغان لوبغاړي به د تورخم له لارې په موټر کې پیښور بيا اسلام اباد او له هغه وروسته هوايي عربي اماراتو او بيا سريلانکا ته ولاړه شي.

پر تورخم د اوښتلو لپاره پاکستان دوه ورځې افغان لوبغاړو ته اجازه ور نه کړه، غوښتنه يې دا وه چې لوبې پاکستان کې وکړی او سريلانکا ته به له اوږده سفره خلاص شی.

په پاکستان کې د لوبو ګټې څه وي؟ په لکونو ډالرو ګټه افغان کرکټ بورډ ته رسېده د لوبغالي څخه عايد د افغانستان وه، په دوبۍ او سريلانکا کې مصارف افغان کرکټ بورډ ته بچت کېده.

لوبې ولي پاکستان کې ونه شوې؟ پرون په دې تړاو کرکټ بورډ کې د لوبغاړو او ادارې ترمنځ ناسته وه، چې ځينو لوبغاړو په پاکستان کې له لوبو کولو انکار کاوه او په وينا يې پاکستان کې ټول لوبې بللې.

افغان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره، چې پاکستان سره سياليو ته چمتو شي دوه تمريناتي کیمپونه ونيول، چې شاوخوا څلويښت زره ډالرو ورباندې لګښت راغی او دا هرڅه يواځي د اوبو خوراک او وړيا ډول په مصرف ورسېده.

دا هم ولولئ

آی سي سي لوبغاړو او کارمندانو ته اجازه ورکړه چې د نړیوال جام پرمهال کورنۍ له ځان سره ساتلی شي

ټاکل شوې ده چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د راتلونکې اکتوبر میاشت په …