کورپاڼه / خبرونه / لانس کلوزنر: په نړيوال جام کې د افغان ولس لپاره د ښه ځلېدا پوروړي يو

لانس کلوزنر: په نړيوال جام کې د افغان ولس لپاره د ښه ځلېدا پوروړي يو

لانس کلوزنر په وروستۍ مرکه کي ويلي دي چې لوبډله یې د هېواد خلکو ته د ښه کارکردګۍ یا ځلېدا پوروړی دی او دا پور به نړيوال جام کې ادا کوي.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې افريقايي الراونډر مشر روزونکي لانس کلوزنر، دغه څرګندونې هندي ويب پاڼې کريک ټريکر خپرې کړي دي، چې افغانانو ته ډاډ ورکوي چې نړيوال جام کې به يې ټيم ښه کارکردګي وښيي.

کلوزنر په لوبغالي کې د افغان لوبغاړو د وړتياوو څرګندولو ستاينه کوي، نوموړی وايي د افغانستان په روان وضعیت کې بياهم افغان لوبغاړو په ورته شرايطو کې د کابل کرکټ لوبغالي کې په تمريناتو بوخت دي، نوموړي راشد خان او محمد نبي ته په اشارې سره وويل دا ډېره په زړه پوري ده، چې د هېواد په سختو شرايطو کې په ميدان کې ښه لوبې کوي.

د افغان لوبډلې مشر روزونکی لانس کلوزنر د افغان لوبغاړو له خوا په خپل کور کې د وضعيت د برابرولو د مهارت ستاينه هم کوي او دا يوه لويه زړورتيا يادوي.

نوموړی ژمنه کوي چې د افغان ولس لپاره به په نړيوال جام کې دده لوبډله ښې لوبې وکړي او افغانان به ورباندې خوشحاله کړي، ياد جام کې افغانستان له پاکستان هند او نيوزيلېنډ سره يو ګروپ کې دی.

دا هم ولولئ

ويراټ کهولي له شل اوریز نړیوال جام وروسته لوبډلمشري پرېږدي

د منډو په ماشين مشهور لوبغاړی ويراټ کهولي تر شل اوریز نړیوال جام وروسته د …