کورپاڼه / روغتيا / آیا د مخ اضافي ویښته لرئ؛ له زنځ یا پټکري څخه ګټه پورته کړئ

آیا د مخ اضافي ویښته لرئ؛ له زنځ یا پټکري څخه ګټه پورته کړئ

پټکری یا زنځ، چې ډول طبیعي کیمیاوي مواد دي، له بازار څخه په ارزانه بیه ترلاسه کېږي او استعمال د پوستکي د ښکلا سبب ګرځي. روغتیایي کارپوهان وایي چې د میرمنو پرمخ اضافي ویښته راپیدا کېدل د هورمونونو د ګډوډۍ په سبب وي او د ذهني فشار لامل هم کېږي.

دوی زیاتوي که چېرته غواړې چې له مخ اضافي ویښته لېرې او پوستکی شفاف کړئ او ګونځي یې له منځه یوسئ نو له زنځ یا پټکړي څخه پورته کړئ، چې دا پوستکی له منفي اغېزو هم خوندي ساتي.

زنځ یا پټکری د میکروب ضد ځانګړتیا لري او ډېر وخت په کورونو کې د اوبو د پاکولو لپاره هم استعمالېږي.

د ګلاب په اوبو کې یوه کاچوغه میده او لږ غوندې زنځ ور واچوئ، بیا یې پرمخ ووهئ او کله چې وچ شو نو په لاسونو سره یې پاک کړئ، نو تر یوې میاشتې پورې د اضافي ویښتانو بېخ کمزوری کوي او له منځه یې وړي.

که چېرته میرمنې غواړي چې د پوستکي له غټو او تورو ویښتو ځان وساتي، نو پټکری یا زنځ دې میده کړي، خوندي دې یې وساتي او په ورځني ډول دې په هماغه اندازه اوبو سره ګډ او د مالوچو په مرسته دې پرمخ ووهي.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …