کورپاڼه / خبرونه / هند دوه کرکټ لوبډلې په يوه وخت لوبو ته استوي

هند دوه کرکټ لوبډلې په يوه وخت لوبو ته استوي

نولس کلنو نړيوال جام ته د چمتوالي په هدف هند کرکټ دوه نولس کلنې لوبډلې لوبو ته ليږي؛ ترڅو نړيوال جام ته ورڅخه لوبغاړي غوره کړي.

هند کرکټ بورډ نړيوال جام ته د چمتوالي په هدف دوه لوبډلې لوبو کولو ته چمتو کوي، چې يوه به يې سريلانکا او بله به يې دفاعي اتلې بنګلدیش سره لوبې وکړي.

هندوستان اوس راتلونکې سپټمبر مياشت کې په کور دننه د يوه ورځنيو لوبو ټورنمينټ د وينو مانکاډ ټراپي په نوم په لاره اچوي او له دې ټورنمينټ څخه نولس کلنو لوبډله جوړوي.

د نولس کلنو نړيوال جام د راتلونکې ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ او مارچ میاشت کې د شپاړلس لوبډلو په ګډون په ويسټ انډيز هيواد کې پيليږي.

دا لومړی ځل دی چې ويسټ انډيز د نولس کلنو د نړيوال جام کوربتوب کوي، افغانستان هم دغه لوبو ته د چمتوالي په هدف راتلونکې مياشت بنګلدیش سره سيالۍ لري‌.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …