کورپاڼه / خبرونه / اوکراین وایي چې الوتکه یې د کابل له هوایي ډګر څخه تښتول شوې

اوکراین وایي چې الوتکه یې د کابل له هوایي ډګر څخه تښتول شوې

اوکراین وایي، چې یوه الوتکه یې د کابل له هوايي ډګر تښتول شوې، خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې کوم لورې یوړل شوې او په کوم حالت کې قرار لري.

د رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي چې د اوکراین یوه الوتکه چې د کابل هوايي ډګر ته راغلې وه، د ناپېژانده کسانو له لوري تښتول شوې، چې دا خبر د اوکراین حکومت هم تایید کړی دی.

د اوکراین حکومت ویلي چې یوه الوتکه یې نن سه شنبه د کابل له هوايي ډګر تښتول شوې او د اوکراین پرځای د ایران پر لورې روانه کړل شوې او په دې الوتکه کې مسافر هم شامل ول، چې برخلیک لاهم نامعلوم دی.

د اوکراین مرستیال وزیر رسنیو ته ویلي دي، چې الوتکه یې د تېرې یکشنبې په ورځ د وسله والو تښتونکو لخوا له کابل څخه ایران وړل شوې او د اوکرایني مسافرو پرځای پکې نور څوک سپاره ول.

د روسیې خبري آژانس د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د اوکراین مرستیال وزیر دا نه ده په ډاګه کړې، چې اوس یې الوتکه په کوم حالت کې قرار لري.

دا هم ولولئ

معین علي د ټیسټ کرکټ د نه کولو پرېکړه کړې

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مسلمان لوبغاړي معین علي له ټیسټ کرکټ څخه د تقاعد …