کورپاڼه / هنر او کلتور / افغان فلم جوړونکې شهر بانو سادات افغانستان پرېښود

افغان فلم جوړونکې شهر بانو سادات افغانستان پرېښود

د جهموریت له پرېوتو وروسته افغانه فلم جوړونکې شهر بانو سادات، چې د کانز فلم فیسټول جایزه یې هم ګټلې وه، د فرانسوي چارواکو په مرسته له افغانستان څخه ووتله.

تېره اوونۍ هغې له یوې امریکایي مجلې سره خبرې کړي او ویلي یې دي چې څه ډول له افغانستان څخه راووتله. راپور وایي چې شهر بانو د خپلې له نهو غړو سره د فرانسوي پوځیانو په مرسته له افغانستان څخه ووتله.

شهر بانو سادات په ۲۰۱۶ کال د خپل لومړي فلم (دی رورل افغانستان سیټ ولف اینډ شیپ) لپاره د کانز په فیسټول کې جایزه ګټلې وه او دویم فلم یې درې کاله وروسته د (دی اورفنیج) په نوم جوړ کړی و.

راپور زیاتوي چې هغه اوسمهال په ابوظبۍ کې ده او ډېر ژر به له هغه ځایه اروپا ته لاړه شي. د شهر بانو بهرنیو ملګرو د هغې په اړه ډېر اندیښمن ول، ځکه اوونۍ یې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر په ډېرو ستونزو سره تېره کړې وه.

یوې بلې افغانې تکړه فلم جوړونکې ساحرې کریمه هم د سلواکیه، ترکیه او اوکراین په مرسته هېواد پرېښی دی او اوسمهال په اوکراین کې خوندي ده.

دا هم ولولئ

کرینه کپور

د کرینه کپور خان په اړه ۷ جالب حقیقتونه

د بالي ووډ د کپور کورنۍ مشهوره اداکاره کرینه کپور خان چې په هندي سینما …