کورپاڼه / خبرونه / ایران: هیچا دې هېواد ته کومه الوتکه نه ده راتښتولې

ایران: هیچا دې هېواد ته کومه الوتکه نه ده راتښتولې

د ایران حکومت د اوکراین هغه ادعا رد کړه، چې الوتکه یې د کابل هوایي ډګر څخه یاد هېواد ته د نامعلومو کسانو لخوا تښتول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې نن ورځ د اوکراین مرستیال وزیر ادعا وکړه، چې د کابل له هوایي ډګر څخه الوتکه د ناپېژانده کسانو لخوا د اوکراین پرځای ایران ته وړل شوې ده.

خو ایراني رسنۍ ددې هېواد د هوایي چارو د کنټرول ادارې د ویاند په حواله وایي، چې ایران ته هېڅ داسې کومه الوتکه نه ده ورغلې، چې هغه دې تښتول شوې وي.

راپورونه وایي، چې تېره ورځ یوه اوکرایني الوتکه د سون توکو د اړتیا پوره کولو لپاره د ایران مشهد هوایي ډګر ته ښکته شوې وه او له هغې وروسته بېرته د اوکراین پر لور خوځېدلې وه.

یاده الوتکه د تېرې یکشنبې په ورځ د کابل په هوایي ډګر ښکته شوې وه، ترڅو یاد هېواد ته مسافر ورسوي، خو الوتکې د یاد هېواد مسافر نه دي وړي او پرځای یې نور مسافر پورته کړي او د ایران په لورې تللې ده.

دا هم ولولئ

راشد خان یو ځل بیا ټول تر شا پرېښودل او تازه ویاړ يې ترلاسه کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی او د شل اوریزو لوبو پخوانی لوبډلمشر راشد …