کورپاڼه / بېلا بېل / له ماشوم پیدا کولو سره هم بریالي کېدلی شو؟

له ماشوم پیدا کولو سره هم بریالي کېدلی شو؟

ډېر شمېر خلک ددې لپاره ژر واده نه کوي، ترهغې چې خپل کیریر یې نه وي جوړ کړی او په مالي توګه په ځان بسیا شوي نه وي او په همدې سبب ځینې د ماشومانو له زېږولو هم په وېره کې وي.

خو اوس یوې انګلستانۍ میرمنې دا هرڅه غلط ثابت کړل او ویې ښوده چې د ماشوم له پیدا کولو ترڅنګ هم د بریا لپاره ګامونه پورته کولی شو.

د دی سن ورځپاڼې د راپور پر اساس ویل کېږي چې د انګلستان د کینټ اوسیدونکې دغه میرمن ډیبي کلارک نومېږي، اوس میلونره ده، څلور شرکتونه لري او په یو ښکلي کور کې اوسېږي. هغې په یوه مرکه ویلي چې په ۱۹ کلنۍ کې مور شوې وه او هغه وخت یې د ګرمو اوبو وس هم نه درلود.

ډیبي کلارک په ۱۹۹۶ کال له بزي کډز سره خپل لومړنی شرکت جوړ کړ، چې اوس د بریتانیې مشهوره موډلینګ اداره ده او ډېرې جایزې یې ګټلي.

هغه وایي چې اوس زه د ژوند لپاره هره آسانتیا لرم خو په نوولس کلنۍ کې چې کله مور شوم، ګرمې اوبه مې هم نه درلودې او د مور کره به د غسل کولو لپاره تلم، خو اوس له انګلستان پرته په هسپانیه کې هم ښکلی کور لرم.

دا هم ولولئ

میرمنې د ماشوم د زېږون او روزنې پرمهال له کومو ننګونو سره مخ کېږي؟

د یوې تازه او څېړنېز سروې پر اساس له میرمنو د ماشومانو د زېږون او …