کورپاڼه / جالب / د طلاق د لاملونو په اړه په نوې څېړنه کې حیرانوونکې ادعاوې شوي

د طلاق د لاملونو په اړه په نوې څېړنه کې حیرانوونکې ادعاوې شوي

طلاق یا بېلېدل ګڼ شمېر لاملونه لري، خو اوسمهال په بریتانیه کې د یوې نوې څېړنې له مخې په دې اړه حیرانوونکې ادعا شوې ده.

د دی مرر ورځپاڼې د راپور له مخې ویل کېږي، چې څېړونکو د یوې څېړنېزې سروې له پایلو څرګنده کړې، چې د ښځې او خاوند ترمنځ د کور په کارونو کې تېروتنې د طلاق امکان ډېروي.

په بریتانیه کې په هرو لسو طلاقونو کې یو یې د کور په کوم کار کې د تېروتنې په سبب واقع کېږي او د سروې د پایلو له مخې ویل کېږي چې ترټولو ډېر طلاقونه د کور د غلط رنګونې په سبب رامنځته شوي دي.

په یاده سروې کې دوه زره تنه طلاق شوي ښځې او نارینه شامل ول، چې نهه ویشت سلنو یې منلې ده، چې د هغوی د طلاق لامل د کور په رنګونه کې تېروتنه وه یا د کور د رنګ په سر جنجال و.

په دویم نمبر کې شپږویشت سلنو ویلي، چې د دوی طلاق د کور د نوو فرنیچر په سبب رامنځته شوی او شل سلنو په حیرانوونکو توګه اعتراف کړی، چې طلاق یې په دې سبب رامنځته شوی و، چې د کور فرنیچر یې له یو ځایه بل ځای ته بدلوو.

دا هم ولولئ

هغه سپی د اوږدو غوږونو په لرلو یې د ګنیز ریکارډ پخپل نوم کړ

د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د کتاب په ۲۰۲۲ کال په چاپ یا جلد کې، …