کورپاڼه / بېلا بېل / ولې له زېږون وروسته د ماشومانو د سترګو رنګ بدلېږي؟

ولې له زېږون وروسته د ماشومانو د سترګو رنګ بدلېږي؟

ولې له زېږون وروسته د ماشومانو د سترګو رنګ بدلېږي؟ د هغوی د سترګو د رنګ بدلولو سببونه څه کیدلی شي؟ نن به په دې اړه په دې لیکنه یادې پوښتنې ځواب کړو.

د سترګو رنګ په اصل کې په سترګو کې د میلانین مادې پورې، چې امینو اسید هم ورته ویل کېږي، اړه لري، څومره چې دغه ماده ډېره وي د سترګو رنګ په هماغه اندازه تور وي، خو که دغه ماده کمه شي نو د سترګو رنګ شین یا سرمیي کېږي.

که چېرته په پیل کې تر دریو میاشتو پورې د ماشومانو سترګې نیلي وي، نو درې میاشتې وروسته سرمیي بیا شنې کېږي او کله چې د لمر وړانګې د هغوی پر سترګو پرېوځي نو د میلانین کچه یې هم ډېرېږي او د سترګو رنګ یې بدلېږي.

خو اړینه نه ده چې د هر ماشوم د سترګو رنګ دې بدل شي، ځکه چې ډېر وخت د ماشومانو د سترګو رنګ ارثي وي، یعنې که چېرته یې په جین کې د مور، پلار او نیا، نېکه د سترګو رنګ نیلي وي، نو ښایي د هغوی د سترګو رنګ هم نیلي وي.

خو اوس ساینس دومره پرمختګ کړی چې د لیزر په مرسته یوازې په ۲۰ ثانیو میلانین کمېدلی شي او د عمر په هره برخه کې تاسې د سترګو رنګ بدلولی شي، خو باید وویل شي چې دا د ړوندوالي سبب هم کېږي.

دا هم ولولئ

شوق یا مشغله مو علمي او عصبي وړتیاوې ډېروي

شوق، په انسان کې علمي او شعوري پرمختګ دوامدار ساتې او ترڅنګ یې د روغتیا …