کورپاڼه / روغتيا / له واده وروسته د چاغوالی درې لاملونه

له واده وروسته د چاغوالی درې لاملونه

آیا کله مو فکر کړی، کله چې د سړو وزن ډېرېږي نو له هر څه وړاندې یې ولې خېټه غټېږي؟ ددې ځواب دادی چې د نارینه وو د خېټې برخه وازده ذخیره کوي او همدا لامل دی چې د وزن ډېرېدو سره خېټې بهر راوځي.

دلته یوه بله پوښتنه راپیدا کېږي، چې ولې له واده وروسته ډېر شمېر خلک چاغېږي؟ ویل کېږي که څه هم دغه ستونزه انسان ته زیانمنه تمامېږي، خو درې لاملونه لري.

د خوب کموالی: که چېرته په بشپړ ډول سره خوب ونه کړو او د خوب له کمښت سره مخ شو نو د چاغوالی لامل مو کېږي او لږ خوب کول د خوراک اندازې پورې اړه لري.

ورزش نه کول: نن سبا چې د ټیکنالوژۍ دور دی، ډېر شمېر ځوانان خپل وخت په موبایل استعمالولو تېروي او پایله یې دا شي چې په ډېره ناستې سره یې خېټه بهر راووځي.

سګریټ څکول: نن سبا په نارینه وو په ځانګړي توګه په ځوانانو کې د سګریټ څکولو ستونزه عامه شوې، چې له ډېرو زیانونو سره یې مخ کړي، که څه هم روغتیایي کارپوهان باوري دي چې سګریټ د چاغوالی لامل نه دی، خو مهم عنصر یې ګڼلی دی.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې ژور خپګان مو کمولی شي

که چېرته تاسې د ژوند له ستونزو څخه اندیښمن یاست، نو باید په دې هم …