کورپاڼه / ريکارډونه / پاکستاني توپ وهونکي فواد عالم یو بل ریکارډ پخپل نوم کړ

پاکستاني توپ وهونکي فواد عالم یو بل ریکارډ پخپل نوم کړ

د پاکستان د ټیسټ لوبو تکړه توپ وهونکي فواد عالم، چې اوسمهال د ویسټ انډیز پر وړاندې په ټیسټ لوبه کې لوبېږي، یو بل مهم ریکارډ یې هم پخپل نوم کړ.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې فواد عالم د ویسټ انډیز پر وړاندې په دویمه او وروستۍ ټیسټ لوبه کې په دریمه ورځ خپله پنځمه سلیزه پوره کړه.

هغه په دې سره خپله پنځمه سلیزه هم پوره کړه او د اسیا په کچه لومړنی توپ وهونکی شو، چې په لږو پاڼیو کې یې دغه کارنامه ترسره کړه.

د ویسټ انډیز پر وړاندې د دویمې ټیسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د پاکستان د ټاپ ارډر توپ وهونکې پاتې راغلل او ډېر ژر یې خپل لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو فواد عالم پخپلې ښې توپ وهنې سره د لوبډلې منډې لوړې او تر ۳۰۲ پورې یې ورسولې، چې هغه پکې ۱۲۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

پاکستاني فواد عالم خپلې پنځه سلیزې، چې تر اوسه یې جوړې کړي، د ویسټ انډیز، سریلانکا، زمبابوې، نیوزیلېنډ او سویلي افریقا پر وړاندې یې پخپل نوم کړي دي.

دا هم ولولئ

شاهد اپریدي د خپلې لور لپاره له مینې ډک پیغام خپور کړی

د پاکستان کرکټ لوبډلي پخواني پښتون لوبډلمشر شاهد اپریدي د خپلې دریمې لور د کلیزې …