کورپاڼه / خبرونه / د استازو په نه شتون کې د افغانستان درې رنګه بيرغ ورپول شو

د استازو په نه شتون کې د افغانستان درې رنګه بيرغ ورپول شو

نن سه شنبه د جاپان پلازمېنه توکيو کې د پارا المپيک سياليو د پرانيستې مراسم ترسره شوه، چې له افغان لوبغاړو پرته دغلته د افغانستان بيرغ ورپول شو.

د ۲۰۲۰ کال پارا المپيک لوبې نن د جاپان پلازمېنه توکيو کې پيل شوې، چې نن يې د پرانيستې مراسمو کې د ټولو ګډون کوونکو هيوادونو بيرغونو د لوبغاړو له خوا يووړل شوه.

د افغانستان څخه دغه سياليو ته دوه لوبغاړي غوره شوي دي، چې د افغانستان المپيک ادارې ياد لوبغاړي د پروازونو د نه شتون له امله لوبو ته ونه شوه رسولی.

د توکيو ۲۰۲۰ کال پارا المپيک لوبو پر ويب پاڼې دغه خبر خپور شوی دی او ليکل شوي دي، چې دغه لوبغالي کې که څه هم افغانان شتون نه لري خو د دوی د نه شتون احساس بايد ونه شي او بيرغ به يې دلته کېښودل شي.

وروسته له هغه چې د الوتنو د نه شتون له امله پرېکړه وشوه چې افغان لوبغاړي به دغه سياليو کي ګډون ونه کړي، پرېکړه وشوه چې د سولې او پيوستون د نښان په توګه د افغانستان بيرغ کېښودل شي.

دا هم ولولئ

ډېر ژر به د ایل ایل سي په نوم لیګ هم پیل شي

د کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د پخوانیو او تقاعد شوو …