کورپاڼه / خبرونه / افغان فوټبال ښځینه لوبډلې لوبغاړې هم له هېواد څخه ووتله

افغان فوټبال ښځینه لوبډلې لوبغاړې هم له هېواد څخه ووتله

د افغانستان فوټبال ښځینه لوبډلې لوبغاړې، چې د جمهوریت په پرېوتلو او ط..ال..بانو په راتګ سره، د لوبو له بندیز سره مخ وې، له هېواد څخه ویستل شوې.

د فوټبال لوبغاړو نړیوالې ټولنې (FIFPRO) د یو اعلان پر اساس، چې نن یې وکړ، ویل کېږي چې د ۷۵ کسانو په منځ کې، چې استرالیا ته روان ول، د افغانستان ښځینه لوبډلې لوبغاړې هم ووتلې.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې له هېواد څخه ګڼ شمېر مشهور او مخکښ کسان په وتلو دی او دلته پاتې کېدل ورته خوندي نه احساسېږي.

د افغانستان فوټبال ښځینه لوبډله په ۲۰۰۷ کال رامنځته شوه، خو لوبې یې د جنګ، جګړو په سبب کم رنګه وې. دغه راز د فدراسیون رییس هم په غیر اخلاقۍ سره تورن شوی و.

د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې د نوولس کلنو لوبډلې ځوان لوبغاړی هم د امریکایي پوځي الوتکې څخه، چې له هېواد څخه واته، راولوېد او ژوند یې له لاسه ورکړ.

دا هم ولولئ

معین علي د ټیسټ کرکټ د نه کولو پرېکړه کړې

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مسلمان لوبغاړي معین علي له ټیسټ کرکټ څخه د تقاعد …