کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د پاکستان او ويسټ انډيز د ټيسټ لوبو سيريز مساوي شو

د پاکستان او ويسټ انډيز د ټيسټ لوبو سيريز مساوي شو

د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ تېره شپه د دوه ټيسټ لوبو سيريز په مساوي توګه ۱-۱ پر وړاندې پای ته ورسېد او وروستۍ لوبه پاکستان د ۱۰۹ منډو په توپير وګټله.

د سيريز دوهمه لوبه د پاکستان په توپ وهني سره پيل شوه، چې اول اينينګز کې يې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۰۲ او دوهم اينينګز کې يې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۶ منډې جوړې کړې.

ويسټ انډيز د پاکستان په وړاندې بې ځوابه وو په دواړو اينينګزو کې یې د منډو په پوره کولو سره بريالی نه شو، چې د ۱۰۹ منډو په توپير يې سيالي وبايله او سيريز ۱-۱ پر وړاندې پای ته ورسېد.

په سيريز کژ زياتې منډي ۱۹۳ منډې بابر اعظم او زياتې اتلس ويکټې شاهين شاه افريدي ترلاسه کړې، چې افريدي ته د سيريز او لوبې د غوره لوبغاړي ډالۍ ورکړل شوه.

دا د ټيسټ اتلوليو دوهم سيريز وو چې ۱-۱ پر وړاندې په مساوي توګه پای ته ورسېده او د ويسټ انډيز هيواد په کوربتوب ترسره شو.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …