کورپاڼه / خبرونه / د هند او انګلستان ترمنځ دريمه ټيسټ لوبه نن پيليږي

د هند او انګلستان ترمنځ دريمه ټيسټ لوبه نن پيليږي

د پنځه ټيسټ لوبو د سيريز دريمه لوبه نن د انګلستان او هندوستان ترمنځ په هيډينګلې لوبغالي کې د افغانستان پر وخت ۰۲:۳۰ بجې پيليږي.

له لوبې مخکې پرون ويراټ کهولي له مطبوعاتو سره په خبرو کې د لوبې په اړه وغږېده او نوموړي انګلينډ هيواد د توپ وهنې لپاره سخت ياد کړ او ويې ويل چې دغلته د لوبې پر وخت بايد لوبغاړي ډېر صبر ولري.

ویرات کوهلي (مطبوعاتو ته) وویل موږ د پيچ په لیدو حیران شو، واښه (ګراس) کم دي په ځانګړي توګه موږ د ډیرو تمه درلوده، نو د ټیم په انتخاب کې هرڅه پېښ کیدلی شي‌.

دغه راز ويراټ کهولي پخپلو څرګندونو کې وويل موږ باور لرو چې کولای شو د نړۍ هر ټیم ته ماتې ورکړو، دا ټیم هیڅ شاته ګام نه اخلي او تل به د بریا لپاره لوبه کوي.

د هند او انګلينډ ترمنځ د پنځه ټيسټ لوبو د سيريز دوه لوبو کې يوه د اورښت له امله بې پايلې او دوهمه هند ګټلې ده اوس سيريز ۱-۰ د هند په ګټه دی.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …