کورپاڼه / ريکارډونه / ويراټ کهولي د يو بل تاريخ جوړولو چانس لري

ويراټ کهولي د يو بل تاريخ جوړولو چانس لري

په ښه لوبه کولو اوسنی هندي کرکټر ويراټ کهولي موقع لري، چې د انګلينډ سره لوبه کې يو بل تاريخ هم په خپل نوم پريږدي.

د هند نامتو کرکټر ويراټ کهولي لپاره چانس دی چې په نړيوال کرکټ کې د زياتو منډو په کتار کې خپل نوم په اووم مقام کې راولي او يو ځل بيا نوی تاريخ ثبت کړي.

ويراټ کهولي ۶۳ منډو ته ضرورت لري چې د نړيوال کرکټ د ټولو فارمټونو ۲۳۰۰۰ منډې پوره کړي او د اووم لوبغاړي په توګه دغه کارنامې ته و رسېږي‌‌.

د زياتو منډو په اول مقام کې بل هندي لوبغاړی سچن ټنډولکر دی، چې ۳۴۳۵۷ منډې يې جوړي کړي دي، ورپسې سريلانکايي لوبغاړی سنګکارا دی چې ۲۸۰۱۶ منډو باندې، دريم اسټرالوی رينکي پوينټينګ ۲۷۴۸۳ منډو باندې، څلورم جيوردنې ۲۵۹۵۷ منډې لري، پنځم جی کاليس ۲۵۵۳۴ منډې لري، شپږم راحول ډراويډ ۲۴۲۰۸ منډې لري.

ويراټ کهولي که د انګلينډ په وړاندې په نننۍ پيلېدونکې لوبه کې ۶۳ منډې جوړې کړي په دې سره به په اووم مقام ۲۳۰۰۰ نړيوالې منډې پوره کړي او يو نوی تاريخ به پرېږدي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …