کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان په ښې توپ اچونې او توپ وهنې خپله لوبډله تر نیمه پایلوبې ورسوله

راشد خان په ښې توپ اچونې او توپ وهنې خپله لوبډله تر نیمه پایلوبې ورسوله

راشد خان تېره شپه د ویټالیټي بلاسټ په لوبو کې د خپلې ښې توپ اچونې او توپ وهنې پرمټ خپله لوبډله تر نیمه پایلوبې پورې ورسوله.

دغه لوبه د راشد خان د لوبډلې (سسیکس) او یارکشیر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې یارکشیر د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د یارکشیر لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۷ منډې جوړې کړې او سسیکس لوبډلې ته یې د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه، چې له ډلې یې ټام کوهلیر او ګیری بلانس ۵۵-۵۵ منډې جوړې کړې.

د سسیکس له لورې ټیمل میلس درې، جورج ګارټن، ارچي لینهم او کریس جورډن او راشد خان یوه -یوه ویکټ ترلاسه کړه.

سسیکس لوبډلې د ۱۷۸ منډو هدف په ۱۹.۴ اورونو کې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او نیمه پایلوبې ته یې لاره وموندله، چې له ډلې لوک رایټ ۵۴، پیل سالټ، ډیلری راولانس او راشد خان ۲۷-۲۷ منډې جوړې کړې.

د یارکشیر لخوا جورډن ټامپسن او ډیویډ ویلي ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه. ددې لوبې غوره لوبغاړی راشد خان وټاکل شو، هغه په ۴ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې، یوه ویکټ یې ترلاسه کړه او ترڅنګ یې په ۹ توپونو ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې درې شپږیزې او دوه څلوریزې پکې شاملې دي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …