کورپاڼه / تجارتي ليګونه / سبا د ويسټ انډيز کرابين ليګ سيالۍ پيليږي

سبا د ويسټ انډيز کرابين ليګ سيالۍ پيليږي

د ويسټ هيواد کرابين (CPl) شل اوریزه کرکټ ليګ سيالۍ سبا سهار د شپږو لوبډلو په ګډون په سانټ لوسيا لوبغالي کې پيليږي.

د نهم پړاو شل اوریزه کرابين ليګ لوبې د افغانستان په وخت سبا د سهار شپږ بجې او دېرش دقيقې د ګيانا امازون واريورز او ټريناګو نايټ رايډرز په لوبې سره شروع کوي.

په ياد ليګ کې ټولټال درې دېرش لوبې د شپږو لوبډلو په ګډون ترسره کيږي، چې سبا د اګسټ په شپږويشتمه نېټه پيل او د سپټمبر په پنځلسمه نېټه پای ته رسېږي.

د کربين ليګ لوبډلې:

ټرينيباګو نايټرايډرز، سانټ لوشيا کينګز، ګيانا امازون، بارباډوس رويالز، جميکا تالاواس او اس ټي ګيټس پاټوريټس.

سي پي ایل يا کربين ليګ کې درې افغان لوبغاړي هم اخيستل شوي دي، چې سبا په لومړی لوبه کې نوين الحق له ګيانا امازون سره لوبه کوي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …