کورپاڼه / خبرونه / لا تر اوسه پورې بانکونو فعالیت نه دی پیل کړی

لا تر اوسه پورې بانکونو فعالیت نه دی پیل کړی

ټاکل شوې وه چې نن ورځ به وروسته له اوږدې مودې ټول بانکونه په فعالیت پیل وکړي، خو لا تر اوسه یې د فعالیتونو څرک نه تر سترګو کېږي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې د راپور پر اساس ویل کېږي، چې تېره ورځ د یوې اعلامیې له مخې د بانکونه د پرانیستلو پرېکړه شوې وه، چې نن ورځ یې باید فعالیت پیل شوي و، خو تر اوسه پورې فعالیتونه نه دي پیل کړي.

بل لوري ته د افغانستان د بانکونو د اتحادیې مشران وایي، چې د تخنیکي ستونزو په سبب یې تر اوسه پورې بانکونو په فعالیت نه دی پیل کړی.

دوی زیاتوي، چې د هېواد له مرکزي بانک سره په اړیکه کې دي، ترڅو د هغوی په هماهنګۍ سره ستونزه حل کړي او د هېوادوالو پر وړاندې خپلو خدمتونه ته ادامه ورکړي.

د یادولو وړ ده، چې د جمهوریت له پرېوتلو وروسته په هېواد کې خلک د پولي یا بانکي خدمتونو له ستونزو سره مخ دي او د ډېر شمېر هېوادوالو ژوند یې له خنډ سره مخ کړی دی.

دا هم ولولئ

راشد خان یو ځل بیا ټول تر شا پرېښودل او تازه ویاړ يې ترلاسه کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی او د شل اوریزو لوبو پخوانی لوبډلمشر راشد …