خپلواک وېبپاڼه (٢٤ نومبر ٢٠١٩): د نجيب الله ځدراڼ او حضرت الله ځاځي لوبډلې مراټا عربينز په پايلوبه کې د ډيکن ګليډيټرز لوبډلې ته په اسانۍ ماته ورکړه او د لس اوريزه ليګ د دريم پړاو اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د ټي ټين يا لس اوريزه ليګ په پايلوبه کې د ډيکن ګليډيټرز او مراټا عربينز لوبډلې مخامخ شوې. په پيل کې د لوبې پچه مراټا عربينز لوبډلې وګټله او لومړى يې د ډيکن ګليډيټرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
ډيکن ګليډيټرز په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٨٧ منډې ترلاسه کړې، چې اصف خان ٢٥ ناسوځېدلې، بهانوکا راجاپکسا ٢٣ او محمد شهزاد ١٤ منډې ترلاسه کړې.
د مراټا عربينز له لوري ډواين براو ٢، مک کلينګن، لاسيت ملينګا او کاسون راجيټا ١-١ ويکټ ترلاسه کړه. د ملينګا په وروستي اور کې په وروستي درې توپونو باندې درې لوبغاړي د منډو پر مهال وسوځېدل.
د ٨٨ منډو هدف د مراټا عربينز لوبډلې په ٧.٢ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ چې د نجيب الله ځدراڼ په وروستۍ شپږيزه باندې مراټا عربينز لوبه وګټله او د لس اوريزه ليګ د دريم پړاو اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د مراټا عربينز له لوري چاډويک والټن ٥١ ناسوځېدلې، کريس لين ١٦ او نجيب الله ځدراڼ ١٢ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې. د ډيکن ګليډيټرز له لوري ميګيل پريټوريوس او ظهور خان ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه چاډويک والټن ترلاسه کړه.
د يادولو ده چې د ټي ټين يا لس اوريزه ليګ په دريم پړاو کې تر ټولو زياتې منډې کريس لين ترلاسه کړې. نوموړي په ٨ لوبو کې ٣٧١ منډې وکړې چې په يوه لوبه کې زياتې منډې يې بيا ٩١ ناسوځېدلې منډې وې. هغه د ٢٣٦.٣٠ په سټرايک رېټ او ٥٣.٠٠ اوسط سره توپوهنه ترسره کړه او همدا راز ٤ پنځوسيزې يې هم ووهلې.
د توپ اچونې په برخه کې بيا جارج ګارټون ١٢، لاهيرو کماره ١١، قېس احمد ٩ او جورډن کلارک هم ٩ ويکټې ترلاسه کړې.