کورپاڼه / خبرونه / نړیوال بانک، افغانستان ته د پیسو ورکړه بنده کړې

نړیوال بانک، افغانستان ته د پیسو ورکړه بنده کړې

نړیوال بانک د افغانستان د اوسني وضعیت له څېړلو وروسته افغانستان ته د پیسو ورکړه بنده کړې ده.

د اطلاعات روز د ورځپاڼې د نړیوالو رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د نړیوال بانک ویاند ویلي چې یاد بانک د افغانستان د اوسني وضعیت او دغه راز ددې هېواد د پرمختګ امکاناتو، په ځانګړي توګه د ښځو لپاره سخت اندیښمن دی.

د نړیوال بانک ویاند ویلي چې د نړیوال بانک د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه له ملګرو ملتونو او له پرمختیایي شریکانو سره مشورې کوي او په دې هېواد کې به د وروستیو لاسته راوړنو د ساتلو په لارو چارو خپل کار ته ادامه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پیسو نړیوال صندوق (IMF) وروسته له هغې چې جمهوریت پرېوځي، مالي چارو ته یې د افغانستان لاسرسی بند کړی دی.

بل لوري ته د امریکا له لورې د افغانستان د مرکزي بانک شتمني، چې هغوی یې ساتنه کوي او ۹.۵ میلیارده ډالره کېږي، کنګل کړي دي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …