کورپاڼه / خبرونه / کریګ ارون د زمبابوې لوبډلمشر وټاکل شو

کریګ ارون د زمبابوې لوبډلمشر وټاکل شو

د زمبابوې لوبډلې تکړه توپ وهونکی کریګ ارون، د ایرلېنډ او سکاټلېنډ سفر لپاره ددې لوبډلې د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې څلور لوبډلمشران، چامو چیبابا، برینډن ټایلر، سکندر رضا او سین ویلیمس بدل کړل او کریګ ارون یې د لوبډلمشر په توګه وټاکه.

کریګ ارون د زمبابوې لپاره اتلس ټیسټ، شپږ نوي یوه ورځنۍ او شپږویشت نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي او له دې وړاندې یې هم په ټیسټ لوبې کې، په ۲۰۲۰ کال له بنګله دیش سره په ډاکه کې ترسره شوه، لوبډلمشر و.

زمبابوې به د ایرلېنډ په سفر کې له کوربه لوبډلې سره پنځه شل اوریزه او درې یوه ورځنۍ لوبې، چې د سوپر لیګ سیالیو برخه ده، ترسره کړي او له هغې وروسته به سکاټلېنډ ته لاړه شي او هلته به درې شل اوریزه لوبې ترسره کړي.

د زمبابوې په لوبډله کې کریګ ارون (لوبډلمشر)، برینډن ټایلر، ریان بریل، ریګس چکبوا، ټندی چیتارا، کریګ ارون لوګ جانګوی ویسلی مدویر، کامونو کانوي، تدوینچی مروماني، ویلنټن مسکدزا، تریسي مسکندا، بلیسنګ موزرباني، دون میرس، ریچار نیګروا، سکندر رضا، میلتن شومبا، ډونالډ تریفانو او سین ویلیمس شامل دي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …