کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / فیسبوک غواړي چې پخپل اپلیکیشن کې لوی بدلون راولي

فیسبوک غواړي چې پخپل اپلیکیشن کې لوی بدلون راولي

یو وخت داسې و چې د فیسبوک دننه به کاروونکو له خپلو ملګرو سره چټ کاوه، خو یاد شرکت د وخت په تېرېدو سره دغه ځانګړنه بېله کړه او کاروونکي یې دې ته اړ کړل، چې میسنجر ځانته ډانلوډ کړي.

له دې پالیسۍ وروسته ګڼ شمېر خلک د فیسبوک او میسنجر اپلیکیشنو د بېل ـ بېل استعمال سره عادت شوي، خو اوس فیسبوک منلې چې دغه پرېکړه یې سمه نه وه.

د بلوم برګ د راپور پر اساس ویل کېږي، چې فیسبوک خپله پرېکړه بېرته اخلي او غواړي چې غږیز او ویډیویي زنګ د فیسبوک د مرکزي اپلیکیشن برخه وګرځوي.

په راپور کې ویل شوي چې ددې مطلب دادی، هغه کاروونکي چې د فیسبوک په مرسته غږیز یا ویډیویي خبرې کوي، نو ژر به د مرکزي اپلیکیشن له لارې دغه کړنه ترسره کړي.

ویل کېږي چې دغه بدلون به لومړی په امریکا د ځینو کاروونکو لپاره وړاندې کړي او هغې وروسته بیا د نورې نړۍ کاروونکې له دې بدلون څخه برخمن شي.

دا هم ولولئ

د لمریز نظام ترټولو لېرې او کوچني سیاره وموندل شوه

دا یوه کوچنۍ سیاره ده چې قطر یې یوازې د ۴۰۰ کیلومیترو په شاوخوا کې …