کورپاڼه / هنر او کلتور / امیتاب بچن له فلمي نړۍ وړاندې څه کار کاوه؟ اداکار یې پخپله وایي

امیتاب بچن له فلمي نړۍ وړاندې څه کار کاوه؟ اداکار یې پخپله وایي

د هندي سینما یا بالیووډ مخکښ ستوري امیتاب د (کالا پتر) فلم دوه څلویښت کاله په بشپړېدو سره د خپلې لومړنۍ دندې په اړه خبرې کړي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې امیتاب بچن په (کالا پتر) فلم کې د خپل تېر شوي ژوند، دندې او شخصي تجربې یادونه هم کړې ده.

هغه ویلي، چې فلمونه ته له راتګ وړاندې هغه د کلکتې د ډبرو سکرو په یو شرکت کې کار کاوه او ترڅنګ یې درته ورته نورو شرکتونو کې هم کار کړی دی او د خپل ژوند ورځې شپې به یې پرې تېرولې.

څو کاله وړاندې میتاب بچن د هند په یوه تلویزوني خپرونه کې ګډون کړی و او د مرکې پرمهال یې وویل، چې ډېر لږ خلک په دې اړه پوهېږي، چې ما په ۱۹۶۲ کال د کلکتې د ډبرو سکرو په یو شرکت کې لومړنۍ دنده ترسره کړه.

د یادولو وړ ده چې امیتاب بچن په ۱۹۴۲ کال زېږېدلی او په ۱۹۶۹ کال یې له فلمي نړۍ کیریر پیل کړ او په ۱۹۷۰ کال د خپور شوي (زنجیر) فلم څخه یې شهرت ترلاسه کړ.

دا هم ولولئ

کرینه کپور

د کرینه کپور خان په اړه ۷ جالب حقیقتونه

د بالي ووډ د کپور کورنۍ مشهوره اداکاره کرینه کپور خان چې په هندي سینما …