کورپاڼه / جالب / د افغانستان وضعیت د هند حیدر آبادي بریاني هم قیمته کړې

د افغانستان وضعیت د هند حیدر آبادي بریاني هم قیمته کړې

د اګسټ میاشتې له پنځلسمې نېټې راهیسې، کله چې جمهوریت پرېوتی او ط..ال..بانو واک ترلاسه کړی، په هېواد کې ګڼ شمېر خلک له ستونزو سره مخ دي او ځینې هڅه کوي، چې بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي.

دغه راز په هېواد کې ټول سوداګریزې الوتنې، بانکي او پولي خدمتونه او نورې سوداګریزې چارې په ټپه درېدلي او حتی دې چارې د هند حیدر آبادي بریاني هم اغېزمنه کړې ده.

راپورونه وایي چې د هند سویلي ایالت حیدر آباد مشهور بریاني، چې له وچې مېوو څخه تیارېږي، قیمت یې لوړ شوی او مینوال یې اړ دي چې په لوړ بیه یې ترلاسه کړي.

راپور زیاتوي د بریاني د لوړ قیمت لامل دادی چې په هغې کې کارېدونکې وچې مېوې او نور شیان قیمته شوي او د بیه وو لوړوالی یې له افغانستان څخه د ترانزیټ د درېدلو په سبب رامنځته شوی دی.

راپورونه وایي چې له افغانستان څخه هند ته د وچو مېوو انتقال بند شوی دی او همدا لامل دی چې په هند کې یې بیې څو برابره لوړې شوي دي. باید یاده کړم چې هند له افغانستان څخه تقریباً ۸۵ سلنه وچه مېوه انتقالوي.

دا هم ولولئ

هغه سپی د اوږدو غوږونو په لرلو یې د ګنیز ریکارډ پخپل نوم کړ

د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د کتاب په ۲۰۲۲ کال په چاپ یا جلد کې، …