کورپاڼه / جالب / آیا هغه الوتونکی پېژنئ چې ځان وژنه کوي؟

آیا هغه الوتونکی پېژنئ چې ځان وژنه کوي؟

هسې خو د ځان وژنې فکر له انسانانو سره هغه وخت پیدا کېږي، چې د ژوند ستونزې او ذهني فشار یې پسې واخلي، خو دا خبره به مو حیران کړي چې په نړۍ کې یو داسې الوتونکی هم شته چې ځان وژنه کوي.

دغه الوتونکی د نړۍ ترټولو غټ الوتونکی هم ګڼل کېږي، که چېرته تاسې فکر کوئ چې دا به شتر مرغ وي، نو بالکل شتر مرغ دی. د یوې څېړنې له مخې موندل شوې چې شتر مرغ هم ځان وژنه کوي.

څېړونکې وایي که چېرته شتر مرغ د ځان لپاره آزاد چاپیریال پیدا نه کړي، نو په ژور خپګان اخته کېږي او په دې ډول له خپلې غاړې څه شی تاووي او ځان وژني.

شتر مرغ هغه الوتونکی چې په عام ډول له شپږو تر اتو فوټو پورې قد لري، چې ډېره برخه یې غاړه او پښې تشکیلوي او د وزرونو وزن یې له سلو تر یو نیم سل کیلو ګرامه پورې وي.

شتر مرغ د نړۍ ترټولو غټ الوتونکی ګڼل کېږي خو الوت نه شي کولی، خو په ګړندی سرعت سره تګ کولی شي او په ساعت کې تر اویا کیلومیتره پورې په سرعت مزل کوي او دا ځانګړتیا یې له ښکار کېدو څخه خوندي ساتي.

دا هم ولولئ

یو انجلۍ په دې سبب له واده انکار کړی، چې د کلي سړک یې خراب و

په هند کې هره ورځ د واده اړوند ډېر داسې واقعات د رسنیو د سرټکي …