کورپاڼه / هنر او کلتور / یو مینوال ته د سونو سود ډېره په زړه پوری ځواب

یو مینوال ته د سونو سود ډېره په زړه پوری ځواب

د هندي سینما یا بالیووډ اداکار او ټولنیز کارمند سونو سود، د یو مینوال هغه غوښتنې، چې لس میلون روپۍ یې ترې غوښتلې، په زړه پوری ځواب ورکړ.

د ټولنیزۍ رسنۍ پر ویبپاڼه ټویټر د مهندرا په نوم یو شخص له هندي اداکار سونو سود څخه د لس میلونه روپیو غوښتنه وکړه او لیکلي ول، صیبه! لس میلونه روپۍ راکه. چې سونو سود ورته په ځواب وویل، بس لس میلونه، لږ زیاتې به دې غوښتې وې.

یو بل شخص بیا د یو ټویټ پرمهال سونو سود ته وویل، چې صیبه! په راتلوونکې فلم کې دې ماته رول راکوې او که نه؟ ددې پوښتنې ځواب بیا د هغه د مینوالو لخوا ډېر خوښ کړل شو.

هغه ورته وویل چې له کوم چاسره له مرستې کولو غوره رول نشته، که چېرته تاسې له چاسره مرسته کوئ، نو له تاسو لوی اتل بل څوک نشته.

د یادولو وړ ده چې سونو سود په هند کې د کورونا وایروس وبا پرمهال له ډېرو خلکو سره مرستې وکړې او له هماغه راهیسې له خلکو سره مرستې کوي، چې په هندې سبب یې د مسیحا لقب هم خپل کړی دی.

دا هم ولولئ

کرینه کپور

د کرینه کپور خان په اړه ۷ جالب حقیقتونه

د بالي ووډ د کپور کورنۍ مشهوره اداکاره کرینه کپور خان چې په هندي سینما …