کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د کرابین لیګ دوو لوبغاړو ۲۵۵ نورو لوبغاړو ته هم سرخوږی جوړ کړ

د کرابین لیګ دوو لوبغاړو ۲۵۵ نورو لوبغاړو ته هم سرخوږی جوړ کړ

د کرابین لیګ، چې د ویسټ انډیز سوداګریزې کرکټ لوبې دي، سبا سهار، چې د اګسټ له ۲۶مې او پنجشنبې ورځې سره برابره، په سانټ لوسیا کرکټ لوبغالي کې پیلېږي.

خو وړاندې له دې چې دغه لوبې پیل شي، د دوو لوبغاړو د کورونا وایروس نتیجه یې مثبته راووتله او پاتې نورو ۲۵۵ لوبغاړو ته یې هم سرخوږی جوړ کړی او سره بېل یې کړل.

ټاکل شوې ده چې سبا ورځ به د نوین الحق لوبډله ګایانا امازون له ټرینباګو لوبډلې سره په لومړنۍ لوبه کې مخامخ شي، ټول لوبغاړي هلته رسېدلي او د کورونا معاینات یې جریان لري.

تر اوسه پورې د یادو دوه لوبغاړو هویت نه ده څرګند شوی او ترڅنګ یې په نورو لوبغاړو کې تر اوسه پورې د کورونا وایروس د شتون خبر نه دی ورکړل شوی.

دغه لوبې چې سبا د اګسټ له ۲۶مې پیلېږي او د سپتمبر تر ۱۵مې نېټې به د شپږو لوبډلو په شتون کې دوام ورکړي، چې درې افغان لوبغاړي هم ددې لیګ برخه دي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …