کورپاڼه / روغتيا / په نارینه وو کې د پلار کېدو وړتیا په کوم عمر کې کمه وي؟

په نارینه وو کې د پلار کېدو وړتیا په کوم عمر کې کمه وي؟

د عمر په ډېرېدو سره په ښځو کې د اولاد زېږولو وړتیا کمېږي، خو پوښتنه داده آیا نارینه هم دغه ډول بیولوژیکي ساعت لري؟ د یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي، که څه هم په نارینه وو کې د ښځو په څېر اغېز نه وي، خو له پنځوس کلنۍ وروسته یې د پلار کېدو وړتیا کمېږي.

څېړنه وایي که چېرته له پنځوس کلنۍ وروسته نارینه له ټیکنالوژۍ هم ګټه پورته کړي، بیابه یې هم د اولاد زېږولو وړتیا کمه وي.

اوسمهال په ټوله نړۍ کې نارینه او ښځینه لېوالتیا لري، چې په ځنډ سره اولاد راوړي، چې دغه کړنه اوس دود شوې ده، خو باید وویل شي چې دغه کار د بېلابېلو ستونزو سبب کېږي.

څېړنه زیاتوي، که چېرته نارینه له پنځه څلویښت کلنۍ وروسته ماشوم زېږوي نو په میندو کې د حمل پرمهال د شکر او مخکې له وخته د زېږون خطر ډېرېږي.

څېړونکې وایي چې د عمر په ډېرېدو سره د سپرم په شمېر او حرکت اغېزې پرېوځي او ترڅنګ یې د ټیکنالوژۍ په مرسته د اولاد راوړل چانس هم کمېږي.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …