کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې له دوه سوو ډېر ریکارډونه یې جوړ کړي، یو بل یې هم جوړ کړ

هغه شخص چې له دوه سوو ډېر ریکارډونه یې جوړ کړي، یو بل یې هم جوړ کړ

د امریکا د ایډاهو ایالت یو اوسیدونکي پر زنه د ډنډې د توازن په ساتلو سره له دوو میلو ډېر پیاده سفر وکړ او مخکینی ریکارډ یې مات کړ.

د رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې دغه شخص ډیویډ رش نومېږي او د (سټیم) زده کړو د پرمختګ لپاره له دوه سوو ډېر د ګنیز ریکارډونه جوړ کړی، د خپلې سیمې د هلکانو په لوبغالي کې یې دغه ریکارډ جوړ کړی.

ډیویډ رش د خپلې زنې په مرسته، چې ډنډه یې پرې درولې وه، د توازن په برابر ساتلو یې تقریباً په یو څلویښت دقیقو او دیرش ثانیو کې د ۲۲۳۶ میتره سفر یې وکړ.

له دې وړاندې د ګنیز په ریکارډونو کې دغه ریکارډ د  ۱.۸۶ میله په واټن سره وهل شوی و، چې ډیویډ رش هغه مات کړ.

ډیویډ رش وایي چې میرمنې یې ورسره ډېره مرسته وکړه او کله چې هغه د لوبې له میدانه بهر وتو، نو میرمن یې خبر کړ، چې لار یې غلطه کړې.

دا هم ولولئ

هغه شخص، چې د لاسلیکونو ټاټوګان یې پر ملا جوړ کړي او نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم کړ

د امریکا د فلوریډا ایالت اوسیدونکې فنکي مټاس، چې پر ټولنیزو رسنیو ډېر وخت فعال …