کورپاڼه / خبرونه / هند په يوويشتمه پېړۍ کې يو ځل بيا په لږو منډو کې وسوځېد

هند په يوويشتمه پېړۍ کې يو ځل بيا په لږو منډو کې وسوځېد

د انګلينډ سره د پنځه ټيسټ لوبو د سيريز دريمې لوبې په اول اينينګز کې د يوويشتمې پيړۍ يو بل تاريخ پرېښود او په لږو منډو وسوځېد.

هندۍ لوبډله په ځای ددې چې د لوبې پيل په منډو سره وکړي، په ويکټ تللو سره يې د لوبې پيل وکړ او لومړي اور کې يې کې ايل راهول په صفر له لاسه ورکړ.

د انګلينډ د لوبډلې په سوينګ کې مشهور لوبغاړي جيمي انډرسن د کې ايل راهول، چتيشور پوجارا او ويراټ کهولي ويکټې ډېر ژر ترلاسه کړې او د لوبې اړخ يې ژر تر ژره بدل کړ.

ټولو هندي لوبغاړو يواځې ۷۸ منډې جوړې کړې او وسوځېده، چې جيمي انډرسن او اورټن درې-درې، سام کرن او روبينسن دوه-دوه ويکټې ترلاسه کړې، هند لپاره زياتې نولس منډې د روهيت شرما وې.

دا په يوويشتمه پېړۍ کښې د هند دريمې لږې منډې شوې، چې ټيسټ کرکټ لوبه کې يې جوړوي، له دې وړاندې په ۲۰۲۰ کال کې د اسټراليا په وړاندې په ۳۶ او کال ۲۰۰۸ کې د سويلي افريقا په وړاندې په ۷۶ منډو کې سوځېدلې وه.

انګلينډ د هند د ۷۸ منډو په ځواب کې د لوبې د پيلوونکو لوبغاړو په مټ ۱۲۰ منډي جوړې کړې او د لوبي لومړۍ ورځ ختمه شوه او نن دوهمه ورځ ماسپښين ۰۲:۳۰ بجې پيليږي.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …