کورپاڼه / خبرونه / شان ويليمس له نړيوال کرکټ څخه استعفاء کوي

شان ويليمس له نړيوال کرکټ څخه استعفاء کوي

د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسی توپ وهونکی شان ويليمس د نړيوال کرکټ د پرېښودو تصميم نيولی او په دې اړه یې کرکټ بورډ ته خبر ورکړی دی.

شان ويليمس وروسته له هغه د زمبابوې کرکټ بورډ ته خبر ورکړی چې د زمبابوې په لوبډله کې د ايرلينډ په وړاندي لوبو ته غوره نه شو او له لوبډلې پاتې شو.

نوموړي ويلي دي چې نور د يوه ورځنيو او شل اوریزه سیالیو څخه تقاعد کيږي او يواځې به ټيسټ لوبو کولو ته د زمبابوې لپاره ادامه ورکړي.

ويليمس په اوس وخت کې د زمبابوې هېواد د ټيسټ لوبو لوبډلمشر دی او اوس وخت کې له لوبډلې سره په ايرلينډ کې دی، نوموړي د غوراوي کمېټې له مسولينو څخه له وړاندې غوښتنه کړې وه چې يادو سياليو ته يې په لوبډله کې غوره نه کړي.

چپ لاسی توپ وهونکی شان ويليمس په نړيوال کرکټ کې د خپل هيواد لپاره ټولټال ۱۹۷ لوبې کړي دي، چې څوارلس ټيسټ يو سل او شپږدېرش يوه ورځنۍ او اووه څلویښت شل اوریزه دي.

دا هم ولولئ

د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام لپاره کمنټري کوونکي اعلان کړل

د کرکټ نړیوالې شورا د روانې اکتوبر میاشتې څخه پیلېدونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره …