کورپاڼه / خبرونه / ((مونږ په خپل وس او توان د افغانستان کرکټ سره همکار یو او ملاتړ یې کوو))

((مونږ په خپل وس او توان د افغانستان کرکټ سره همکار یو او ملاتړ یې کوو))

د ط..ال..بانو مشرتابه د کرکټ بورډ رهبرۍ او لوبغاړو سره د کتنې پرمهال هغوی ته ډاډ ورکړ، چې مونږ په خپل وس او توان د افغانستان کرکټ سره همکار یو او ملاتړ یې کوو.

په دې ناسته کې د مذاکراتي ډلې غړي انس حق..اني او احم..دالله وثی..ق، د کرکټ بورډ عمومي ریسس عزیزالله فضلي یو شمېر ملي لوبغاړو ګډون درلود.

د ط..ال..بانو مشرتابه د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او لوبغاړو ته ډاډ ورکړ او لوبغاړي یې وهڅول چې هېواد ته بریا ور په برخه کړي.

حق..اني خپلو خبرو کې وویل:((مونږ د کرکټ په ملي لوبغاړو ویاړو چې د ګرانو هېوادوالو د خوښۍ سبب ګرځي، مونږ په خپل وس او توان د افغانستان کرکټ سره همکار یو او ملاتړ یې کوو؛ هیله لرو چې زمونږ ملي لوبغاړي په راتلونکې کې هم د هېواد لپاره نورې بریاوې ترلاسه کړي))

بل لوري ته وثی..ق هم له لوبډلې ملاتړ وکړ او ویې ویل:((ورزش د روغتیا ضامن دی، نو په همدې اساس هر هغه څه چې روغتیا ته ګټه لري مونږ یې ملاتړ کوو)) او زیاته یې کړه:((خوښ یم چې د اتلانو سره په یوه ناسته کې ګډون کوم او له دوی هیله لرو چې د تل په څېر افغانستان ته بریاوې راوړي.))

عزیزالله فضلۍ له هغوی مننه وکړه او ویې ویل:((د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي په ملي روحیه سنبال دي، همدا لامل دی چې تل یې هېواد ته بریاوې ترلاسه کړي او راتلونکې کې به هم د پام وړ لاسته راوړنې ولري))

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …